ads

ننګرهار كې دوه اونيو كې ۱۴۷ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، روانه مياشت د هسکې مينې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په مهال ۱۴۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 غبرګولی 1397
ننګرهار كې دوه اونيو كې ۱۴۷ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، روانه مياشت د هسکې مېنې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په مهال ۱۴۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دغه هوايي او ځمکني بريدونه د روانې مياشتې په وروستيو دوو اونيو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شابۍ، پاپين او بنګاليانو سيمو کې شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو وسله والو كې د داعش ډلې ځينې مهم قوماندانان هم شامل دي.
خوږياڼي زياته كړه، د يادو بريدونو په ترڅ كې د داعش وسله والو ۱۶ مرکزونه، دوه د وسلو ډيپوګانې او يوه د اعاشې ډيپو له منځه وړل شوې ده.
نوموړى وايي، د داعشيانو په ضد د امنيتي ځواكونو عمليات لا هم دوام لري.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA