د افغان حکومت له لوري د اوربند د اعلان په تعقيب وسله والو طالبانو هم د اختر په درېيو ورځو کې له افغان حكومت سره اوربند اعلان کړ.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي چې وسله وال طالبان به د کوچني اختر په درېيو ورځو کې په افغان ځواکونو هېڅ ډول بريد نه کوي بلکې يوازې به له ځان دفاع کوي.
خو په دغه اعلاميه کې ټينګار شوی چې بهرني ځواکونو له دغه امر مستثنا دی او پر هغوی به د طالبانو بريدونه دوام وکړي.
طالبانو دغه راز په دغه اعلاميه کې په خپلو زندانونو کې د هغو بنديانو د خوشي کولو خبره هم کړې ده چې يو ځل بيا له افغان ځواکونو سره د نه يو ځای کېدو تضمين ورکولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رييس محمد اشرف غني هم وړمه ورځ، د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧ مې د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړ او له دولتي ځواکونو يې وغوښتل چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې يرغليز بريدونه ودروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


