جمهوررئيس محمداشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاريو سازمان په اتلسمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په خاطر د چين د ولسي جمهوريت د چينګداو ښار ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئيس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشريزه کې د ګډون او وينا تر څنګ د دغه سازمان د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو او مقاماتو سره هم وګوري.
په چين کې د شانګهای د غړو هېوادونو ننۍ سرمشريزه د دغې ټولنې د غړو هېوادونو اتلسمه کلنۍ غونډه ده.
د شانګهای سازمان، چې په ۲۰۰۱ کال کې د چين د شانګهای په ښار کې د چين، روسيې، ازبکستان، تاجکستان قزاقستان او قرغزستان د مشرانو له خوا رامنځ ته شو، تېرکال هند او پاکستان هم په کې د غړو په توګه ومنل شول.
افغانستان د ۲۰۱۲ کال راهيسې د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه منل شوی.
د افغانستان سربېره، ايران، بېلاروس، منګوليا هم د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکو هېوادونو په توګه برخه اخلي.


