ads

جمهور رئيس غني د چين چينګداو ښار ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په ځايي وخت ماسپښين مهال د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همکاريو سازمان په اتلسمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په هدف د چين د ولسي جمهوريت چينګداو ښار ته ورسېد.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 غبرګولی 1397
جمهور رئيس غني د چين چينګداو ښار ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په ځايي وخت ماسپښين مهال د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همکاريو سازمان په اتلسمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په هدف د چين د ولسي جمهوريت چينګداو ښار ته ورسېد.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د هېواد جمهور رئيس ته د کوينګدو ليټونګ په نړيوال هوايي ډګر کې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، د شاندونګ ايالت والي، د چينګداو ښاروالۍ مرستيال، په افغانستان کې د چين سفير او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان ډيپلوماټانو ترڅنګ چينايي ماشومانو د ګلو ګېډۍ په ورکړې هرکلى ووايه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، جمهور رئيس غني به په دغه دوه ورځني سفر کې د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون او وينا ترڅنګ د دې سازمان د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو او چارواكو سره وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA