د متحده عربي اماراتو حكومت د كابل ښار د مرحوم شیخ احمد بن زاید ال نهیان په جومات کې ۴۰۰ تنو ته د روژه ماتي لړۍ پيل كړې ده.
په كابل كې د دغه هېواد د سفارت چارواكي وايي، دا مېلمستیا به د دوى تر څارنې او سرپرستۍ لاندې د روژې مباركې مياشتې تر پايه دوام ولري.
د دغه سفارت شارژدافير سیف ماجد الشامسي وويل، دوى هر كال په روژې مياشت كې د بېوزلو او اړمنو افغانانو لاسنيوى كوي.
هغه ټینګار وکړ، دوى د بېوزلو او اړمنو افغان كورنيو د اړتياوو پوره كولو ته زياته لېوالتيا لري.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې د متحده عربي اماراتو سفارت په روانې روژې مياشت كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له خلكو سره مرستې كړې دي.


