د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د مومندو د قومي شورا په دفتر ډله ييز بريد شوی دی.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فريد مومند وايي، څو وسله والو کسانو غوښتل دغه دفتر دننه شي، خو د پوليسو او د دغه دفتر د ساتونکو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په ترڅ کې يې يو پوليس او يو بريد کوونکی وژل شوي او نور بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
د مومند په خبره اوس مهال د افغان ځواکونو چاڼيز عمليات پيل شوي تر څو تښتېدلي کسان ونيسي او هغه ماينونه هم شنډ کړي چې د دغه کسانو له لوري تر بريد مخکې ځای پر ځای شوي و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

