د طالبانو نظامي شورا د افغان حکومت د اوربند د وړانديز د څېړلو لپاره غونډه کوي.
د امريکا ان بي سي شبکې د طالبانو د نظامي شورا د يوه غړي له قوله راپور ورکړی چې دغه ډله به د دې اوربند په مثبتو او منفي اړخونو په غور سره بحث وکړي.
د طالبانو د نظامي شورا دغه غړي د خپل نوم نه اخيستو په شرط ان بي سي خبري شبکې ته ويلي چې د دغه ډلې ډېری قومندانان د جګړې په ډګر کې دي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د جګړې پلوي دي.
جمهور رييس غني په يو بېساري ګام کې پرون اعلان وکړ چې افغان ځواکونه به د روژې له ۲۷مې د کوچني اختر تر پنځمې نيټې پورې د وسله والو طالبانو پر ضد خپل ټول يرغليز عمليات دروي.
خو د طالبانو د نظامي شورا دغه غړي د افغان حکومت دې تصميم ته په غبرګون کې ويلي، طالبان ښايي په دوو دليلونو دغه اوربند مراعات نه کړي. د نوموړي په خبره، لومړی دا چې جهاد غوره عبادت دی او دوی غواړي د روژې په مبارکه مياشت کې هم دوام ورکړي او دويم دا چې دوی خپل ټول قومندانان ولايتونو ته لېږلي دي او له جګړې پرته په ولايتونو کې د دوی ساتل ښايي سخت وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

