ads

د فريد مومند پر کور بريد پای ته ورسېد

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ولسي جرګې د غړي فريد مومند پر کور ډله ييز بريد د ۴ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 غبرګولی 1397
د فريد مومند پر کور بريد پای ته ورسېد

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ولسي جرګې د غړي فريد مومند پر کور ډله ييز بريد د ۴ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

په دغه بريد کې ۲ تنو ځانمرګو بريدکوونکو برخه اخيستې وه. د ننګرهار د ولايت مقام له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه تنه بريدکوونکي نن سهار اووه بجې د جلال اباد ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند په “چهل متره” سيمه کې په داسې حال د مومند کور ته ننوتل چې مومند او د هغه د کورنۍ غړي په کور کې نه و او هلته يو شمېر محصلين او د کور خدمت کوونکي وو.

ده وويل چې يو بريدکوونکی امنيتي ځواکونو وواژه خو بل برېدکوونکی چې د خلکو په کورونو کې پټ و او په يو کور کې يې زبير نومی سړی او د هغه ۱۴ کلنه خور هم وژلي، په نږدې لسو بجو امنيتي ځواکونو ونيو او بريد پاى ته ورسېد.

په دغه بريد کې دوه ملکي وګړي، يو د عامه نظم پوليس او يو ځانمرګی بريدکوونکی ووژل شول او د يوې ماشومې نجلۍ په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي دي.

کومې وسله والې ډلې تر دې  مهاله ددغه بريد مسووليت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA