د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ډاګو سيمه کې پرون ماسپښين شاوخوا درې نيمې بجې د هاوان مرمۍ په يوه کور کې چاودنه کړې، چې له كبله يې د شېر محمد په نوم ځاىي اوسېدونكى او مېرمن يې وژل شوي او د دوی څلور اولادونه ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د شېر محمد مېرمنې په بوسو کې د هاوان مرمۍ موندلې وه او د غورځولو په مهال يې چاودنه کړې ده.
سرچينه وايي، د ټپيانو عمرونه د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، چې د درېيو ماشومانو درملنه په ولسوالۍ او د يوه په جلال اباد حوزوي روغتون کې روانه ده.
د سرچينې په خبره، د هاوان دا مرمۍ څه موده وړاندې د وسله والو مخالفينو د خپلمنځۍ جګړې په مهال د ياد کور په بوساړه کې لوېدلې وه، چې د کورنۍ غړي پرې نه وو خبر شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


