ads

جمهور رئيس غني له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان كړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان كړ او امنيتي ځواكونو ته يې امر وكړ، چې د اوربند په مهال پر دې ډلې ټول تهاجمي عمليات ودروي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 غبرګولی 1397
جمهور رئيس غني له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان كړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان كړ او امنيتي ځواكونو ته يې امر وكړ، چې د اوربند په مهال پر دې ډلې ټول تهاجمي عمليات ودروي.
نوموړي نن په يوه ويډيويي پيغام كې وويل، د تېرې دوشنبې په ورځ د ديني عالمانو په غونډه كې د اوربند له شوي وړانديزه ملاتړ كوي او ورسره موافق دى.
جمهور رئيس غني زياته كړه، له طالبانو سره اوربند به د روژې مياشتې له ۲۷مې د كوچني اختر تر پنځمې ورځې دوام ولري.
د هغه په خبره، د امنيتي ځواكونو له لوري به د داعش، القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو په ضد عمليات روان وي.
د هېواد جمهور رئيس وايي، راتلونكې اونۍ به په يوه لويه غونډه کې د اوربند جزيات شريک شي.
دا لومړی ځل دی، چې يو افغان جمهور رئيس له طالبانو سره موقتي اوربند اعلانوي.
وسله والو طالبانو په لومړني غبرګون کې ويلي، د دوی نظامي کمېسيون به پر دې غور وکړي، چې د اوربند دا غوښتنه تاييد او که رد کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA