ads

باميان كې د كانكور ازموينه پيل شوه

په باميان كې نن د دولسم ټولګي له ۵۰۱۲ فارغانو د كانكور ازموينه پيل شوه، چې دوه ورځې به دوام ولري.
د دې ولايت د پوهنتون رئيس محمد عارف يوسفي وايي، نن او سبا له ۲۹۸۳ بامياني هلكانو او ۲۰۲۹ بامياني نجونو د كانكور ازموينه اخيستل كېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 غبرګولی 1397
باميان كې د كانكور ازموينه پيل شوه

په باميان كې نن د دولسم ټولګي له ۵۰۱۲ فارغانو د كانكور ازموينه پيل شوه، چې دوه ورځې به دوام ولري.
د دې ولايت د پوهنتون رئيس محمد عارف يوسفي وايي، نن او سبا له ۲۹۸۳ بامياني هلكانو او ۲۰۲۹ بامياني نجونو د كانكور ازموينه اخيستل كېږي.
يوسفي زياتوي، سږ كال به له دوه زرو زيات كسان د باميان ولايت پوهنتون ته جذب شي.
د نوموړي په خبره، هڅې روانې دي، چې په دغه پوهنتون كې د طب پوهنځى رامنځته شي.
په ياد پوهنتون كې له اووه زرو زيات محصلين په بېلابېلو برخو كې زده كړې كوي.
د يادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۷يم لمريز كال د كانكور ازموينه كې د ګډون لپاره له دوه سوه زرو زياتو كسانو نومليكنه كړې، چې ۱۱۶ زره ۴۳۲ تنه به يې دولتي پوهنتونونو او د لوړو او نيمه لوړو زده كړو تحصيلي موسسو ته جذب شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA