ads

اروزګان كې هوايي بريد پنځه وسله وال وژلي

په اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 غبرګولی 1397
اروزګان كې هوايي بريد پنځه وسله وال وژلي

په اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي بريد تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د اروزګان د مرکز اړوند په شاه منصور سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز ترسره کړى، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او وسلې له يې هم له منځه تللې دي.
سرچينه وايي، بهرنيو ځواکونو بريد د ملي اردو له ځواکونو سره په همغږۍ کړى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA