افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي

نن د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي.
دغه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د كابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
افغانستان او بنګله دېش وړمه شپه د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ پيل کړه.