د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس شكرالله عاطف مشعل نن په خپل كاري دفتر كې د هند د کرکټ ادارې له سرپرست اميتاب چوهدري سره وليدل.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان او هند ترمنځ د راتلونکې تاريخي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبې او د ياد هېواد له لوري افغانستان ته د نوي لوبغالي پر ورکړې خبرې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، هغه نړيوالې کرکټ لوبډلې، چې هند سره د لوبو په هدف دې هېواد ته ورځي، افغانستان سره به تمريناتي لوبې کوي، چې دا سيالۍ به د افغانستان لپاره د نړيوالو لوبو حيثيت ولري او ترڅنګ به يې دغه سيالۍ د افغان لوبغاړو پر وړتيا مثبت اغېز هم وكړي.
اميتاب چوهدري ژمنه وکړه، چې د هند د كركټ غوره ليګ يا آى پي اېل د راتلونكي كال سياليو كې به نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدو زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې سږ كال د آى پي اېل لوبو لپاره څلور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمن او ظاهر خان اخيستل شوي وو، چې يوازې ظاهر خان په كې د تمرين په وخت د ټپي كېدو له كبله ونه شو لوبېدلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


