د بنګله دېش او هند په وړاندې افغان كركټ لوبډلې اعلان شوې

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کومېټې نن له بنګله دېش سره د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو او له هند سره د تاريخي لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډلې اعلان كړې.
د يادې كومېټې مشر نوروز منګل وويل، د افغانستان کرکټ بورډ د شاوخوا يوې نيمې مياشتې لپاره په هند کې تمريناتي کمپ جوړ کړى و، چې په پايله کې يې روزونکو او د کرکټ بورډ غوراوي کومېټې په ګډه د ملي لوبډلې له لوبغاړو، له ۱۹ کلنو او د کورني کرکټ له نوو ځلېدلو ستورو د ۲۰ اوريزو او ټېسټ سياليو لپاره لوبغاړي خوښ کړل.