ads

چنای سوپر کېنګز لوبډله د آى پي اېل اتله شوه

د هند د کرکټ غوره ليګ د سږ کال اتلولي چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله.
دغې لوبډلې په پايلوبه کې په اتو وېکټو سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د آى پي اېل په نوم ستر سوداګريز کرکټ ليگ، چې د اپرېل مياشتې په اوومه نېټه پيل شوى و، د هند د اتو لوبډلو ترمنځ يې نږدې پنځوس ورځې دوام درلوده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غبرګولی 1397
چنای سوپر کېنګز لوبډله د آى پي اېل اتله شوه

د هند د کرکټ غوره ليګ د سږ کال اتلولي چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله.
دغې لوبډلې په پايلوبه کې په اتو وېکټو سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د آى پي اېل په نوم ستر سوداګريز کرکټ ليگ، چې د اپرېل مياشتې په اوومه نېټه پيل شوى و، د هند د اتو لوبډلو ترمنځ يې نږدې پنځوس ورځې دوام درلوده.
تېره شپه په ممبيي كركټ لوبغالي كې د هند د نامتو لوبغاړي مهندر سينگ ډوني په مشرۍ چينايي سوپر کينگز لوبډله په پايلوبه كې بريا ته ورسېده.
په پايلوبه كې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې، چې افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي يې هم سږ كال پېرلي وو، سيالې لوبډلې ته د گټلو لپاره ۱۷۹ منډې هدف وټاكه، خو دا هدف چناى سوپر كينګز لوبډلې د شېن واټسن د سليزې په مټ د دوو لوبغاړو په له لاسه وركولو په نولسم اوور كې پوره كړ.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړى راشد خان د آى پي اېل په سږنيو لوبو كې ډېر ښه وځلېده، آن تر دې چې يو شمېر هندي مينه والو يې له خپل حكومته نوموړي ته د تابعيت وركولو غوښتنه وكړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA