د بدخشان ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه نړيوالو ځواکونو د بدخشان ولايت د مرکز او کشم ولسوالۍ اړوند په دوو سيمو په تېروتنې بمونه غورځولي دي، خو تلفات نه لري.
د دغه ولايت د والي وياند نېک محمد نظري کليد ته وويل، له دې پېښې وروسته نړيوالو ځواکونو د دغه ولايت له والي سره اړيکه نيولې او په دې تړاو يې له نوموړي او د بدخشان له خلکو بښنه غوښتې ده.
د بدخشان ولايت اوسېدونکي او عيني شاهدان وايي، دغه بمونه ډېر ستر و، خلک يې اندېښمن کړل، په نېږدې سيمو کې يې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې کړې او مالي زيانونه يې رامنځته کړي دي.
خو د والي وياند وايي، د قاطع ملاتړ ماموريت د ځواکونو له لوري دغه بمونه په تېروتنې غورځول شوي او بېرته يې له والي بښنه هم غوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ