ads

په فراه کې د ناامنۍ نوې څپې ولې؟

د نورو طبیعي زېرمو په څېر افغانستان پریمانه اوبه هم لري. د دغو اوبو ډېره برخه وړیا ګاونډیو هېوادونو ته تویېږي. د اوبو مدیریت او مهارول له هغو موضوعاتو ځنې دي چې جدي او پرله پسې کار ته اړتیا لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 غبرګولی 1397
په فراه کې د ناامنۍ نوې څپې ولې؟

د نورو طبیعي زېرمو په څېر افغانستان پریمانه اوبه هم لري. د دغو اوبو ډېره برخه وړیا ګاونډیو هېوادونو ته تویېږي. د اوبو مدیریت او مهارول له هغو موضوعاتو ځنې دي چې جدي او پرله پسې کار ته اړتیا لري. ایران او پاکستان زموږ د هغو ګاونډیو له جملې څخه دي چې د ابي منابعو د مدیریت په برخه کې زموږ له پیاوړي کېدو څخه په وېره کې دي. دوی وېرېږي، که پر افغان سیندونو بندونه جوړ شي، ښايي دوی ته تاوان وکړي؛ نو له همدې کبله له هر فرصت څخه په ګټه اخستلو د افغانستان د ناامنه کولو له‌پاره خواري کوي.

هغه مهال چې جمهور رییس اشرف غني د چاه‌بهار بندر تړون د لاسليک له‌پاره ایران ته تللی و، په دغه سفر کې یې د دغه هېواد له مذهبي مشر ايت‌الله خامنه يي سره هم ولیدل. په دغه ليدنه کې خامنه‌يي له جمهور رییس غني څخه غوښتي وو چې د هلمند سیند د اوبو مسئله حل کړي. جمهور رییس په ځواب کې ورته ویلي وو چې په نږدې راتلونکې کې به د متخصصانو په کچه غونډه کې پر دغه ټکي بحث او خبرې اترې وشي. تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان سفیر نصیراحمد نور هم ویلي وو، کابل حاضر دی چې د هلمند سیند د اوبو پر سر له ایران سره خبرې وکړي. ایراني مقامات په خپله تاییدوي چې په دې اړوند په دوو درې کاري کمېټو کې خبرې هم شوي دي.

د هلمند سيند د افغانستان له دوو لويو ابي سرچینو څخه شمېرل کېږي، خو د اضافي اوبو د زېرمه کولو له‌پاره يې اسانتياوې نه‌دي جوړې شوي او له همدې کبله کلونه کلونه کېږي چې د دغه سیند یوه لویه برخه اوبه ایران څښي. د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې د هلمند په سيند كې څلور مليونه او پنځه‌سوه ۹۰زره متر مكعبه اوبه موجودې دي چې تر ټولو زياته ګټه ترې ایران پورته كوي. که د تاريخ پاڼې وکتل شي په ډاګه کېږي چې ایران له افغانستان سره د هلمند سیند د اوبو پر سر همېش تربګني پالي او وخت ناوخت له افغان چارواکو غواړي چې د هلمند سیند د اوبو پر سر دې له دوې سره بیا وېش ته کیني. په دې وروستیو کې ایران یو ځل بیا ادعا وکړه چې له هلمند سیند څخه په کافي اندازه اوبه نه‌ورځي. په دې پسې جوخت د هغه هېواد چارواکو وویل، که چېرې دا موضوع د افغانانو له لوري په جدي توګه ونه‌څېړل شي، ایران به په عملي او متقابلو اقداماتو لاس پورې کړي. له دې موضوع لا څو ورځې نه وې تېرې شوې چې په فراه ولایت کې د طالبانو له لوري پراخه جګړه پیل شوه او داسې نښې نښانې را تر سترګو شوې چې ګواکې دا هېواد د دغې جګړې تر شا ولاړ دی. د فراه جګړې پرمهال خو ان  وویل شول چې دغسې یو لوی برید د بهرنیو استخباراتو له همکارۍ او مرستې پرته ناشونی دی. حتا ځینو فرایانو وویل چې دا برید د هلمند سیند د اوبو پر سر د دغه هېواد د چارواکو تر خبرداري وروسته په فراه باندې د ایران یو ډول حمله ده. پر دې سربېره د فراه جګړې پرمهال د فیسبوک ځینو پاڼو د هغو ایراني وسلو انځورونه هم خپاره کړل چې له وسله‌والو د جګړې په ډګر کې پاتې وو. دغه راز ځینو پاڼو د هغو ایراني عسکرو انځورونه هم خپاره کړي وو چې ویل کېدل د سپاه پاسداران غړي دي او د فراه جګړې ته راغلي وو.

د منتقدینو په باور، که چېرې ایران په دې عقیده وي چې د جګړې په ژبغړانده کولو سره به په دې توانېږي چې په عمري توګه د افغانستان له ابي سرچینو څخه خپلسره ګټه پورته کړي؛ نور هغه وختونه تېر شوي دي. ښه دا ده چې ایران د جمهور رییس اشرف غني د هغې ژمنې درناوی وکړي چې دغه هېواد ته یې د خپل سفر پرمهال کړې او ویلي وو چې د اوبو لانجه حل کوي.

که چېرې د اوبو تېر تړون ته وکتل شي ستونزه حل ده، خو که بيا هم ايران دا موضوع مطرح کوي؛ نو افغان دولت لومړی بايد له ايران سره د دغو اوبو د حل په پخواني تړون کې د ايران په برخې له سره غور وکړي او پخوانۍ سهميه يې هم راکمه کړي. ځکه پخوا د هلمند سيند اوبه دومره زياتې وې چې هر کال به يې په شاوخوا سيمو کې د خلکو ځمکې تخريبولې، خو اوس د دغه سيند اوبه د پخوا په نسبت ډېرې کمې شوي دي. د دې ترڅنګ افغان حکومت باید له ایران سره دا حساب هم وکړي چې په تېرو ۳۵-۴۰ کلونو کې یې په ملیاردونو متر مکعبه اوبه  په غلا په خپلو چاه‌نیمو کې زېرمه او څښلي دي.

تړون

افغانستان او ايران د هلمند سيند د اوبو ستونزې د حل په هدف په ۱۳۵۱لمريز کال کې د اوبو د وېش تړون لاسليک کړ. دا تړون ۱۲مادې او یوه ضمیمه لري. د دغه تړون ځینې مادې په ډاګه کوي چې ایران د يوه كال په اوږدو كې د كال د فصلونو په نظر كې نيولو سره كولاى شي په هره ثانيه كې ۲۶متر مكعبه اوبه وكاروي. د تړون له مخې د هلمند په سیند کې د ایران حقابه ۲۲متر مکعبه ښودل شوې، خو 4متر مکعبه ورته د وخت پادشاه محمد ظاهرشاه د حسن نیت په توګه منلي دي، خو له بده مرغه ایران نه يوازې خپله حقابه( يعنې په ثانيه كې ۲۶ مترمكعبه اوبه) اخلي، بلكې د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو اخستلو له‌پاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ نقطو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه‌لري. د ياد تړون په هېڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه‌لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو له‌پاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند څخه واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA