نن د هند د کرکټ د غوره لیګ یا آی پي اېل سياليو دوه لوبې ترسره کېږي.
لومړۍ لوبه، چې د افغانستان په وخت د ماسپښين په درېيو بجو پيلېږي، د ډيلي ډرېډېولز او ممبيي انډينز ترمنځ ترسره کېږي.
دوهمه لوبه به، چې د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، د چنای سوپر کېنګز او کېنګز الېون پنجاب ترمنځ وشي.
پرون هم د دغو سياليو دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې راجستان رويالز په ۳۰ منډو رويال چلنجرز بنګلور ته ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې بيا کلکته نايټ رايډرز په پنځو وېکټو سنرايزرز حيدراباد ته ماتې ورکړه.
د آى پي اېل په سږنيو لوبو كې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن لوبېږي، چې تراوسه ښه ځلېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

