ads

د ملي دفاع وزير: د فراه جګړه د اوبو جګړه ده

د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي وايي، د فراه جګړه د اوبو جګړه ده او هلته د بخش اباد په بند په کار پيلېدو سره د دغه ولايت د ناامنه کولو هڅې پيل شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 غویی 1397
د ملي دفاع وزير: د فراه جګړه د اوبو جګړه ده

د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي وايي، د فراه جګړه د اوبو جګړه ده او هلته د بخش اباد په بند په کار پيلېدو سره د دغه ولايت د ناامنه کولو هڅې پيل شوې دي.

نوموړي چې نن يې د کورنيو چارو له وزير او د ملي امنيت له رييس سره فراه ولايت ته د ګډ سفر پر مهال په دغه ولايت کې يوې غونډې ته خبرې کولې ټينګار وکړ چې پاکستان او ايران په بشپړ ډول په افغانستان کې د حکومت له وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي.

له بل لوري د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي، همدا اوس د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو سخت تحرکات روان دي او هلته اړتيا ده چې اضافي اردو او پوليس حضور ولري.

له بل لوري د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی وايي، د افغانستان ملت بايد له دولت سره ودرېږي او تر هغې چې دا کار نه وي شوی د امنيت ټينګښت ناشونی دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې د فراه ولايت لپاره يوه ځانګړې قطعه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د فراه پر مرکز ډلييز بريدونه پيل کړل چې د چهار شنبې تر ماښامه يې دوام درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA