په کيوبا کې د يوې الوتکې د لوېدو له كبله له ۱۰۰ زياتو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د راپورونو له مخې، دا الوتكه د جمعې په ورځ هاوانا ښار ته نږدې تر پورته کېدو لږ وخت وروسته لوېدلې او اور يې اخيستى دى.
په راپورونو كې راغلي، په الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۱۴ تنه سپاره وو، چې نږدې ټول يې وژل شوي دي.
تراوسه د دغې الوتکې د لوېدو اصلي علت نه دى روښانه شوى، خو د کيوبا حکومت ويلي، مرستندويه او څېړونکې ډلې په سيمه کې دي او نور معلومات به وروسته رسنيو ته ورکړي.
دا بوينګ ۷۳۷ ډوله الوتکه، چې شاوخوا ۴۰ كلنه او زړه وه، د کيوبا حکومت په اجاره نيولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

