د ملي يووالي حكومت د كندوز په دشت ارچي ولسوالۍ كې د وروستي هوايي بريد له كبله، چې په ترڅ كې يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د ملکي قربانيانو له کورنيو بښنه وغوښته.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د کندوز له يو شمېر مشرانو، ديني عالمانو او د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ملکي قربانيانو د کورنيو له غړو سره په کتنه کې له هغوى سره غمشريکي وکړه.
هغه يو ځل بيا پر سوله او د نظام پر پياوړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د ولس رول مهم وباله.
جمهور رئيس غني له ديني عالمانو وغوښتل، چې په هېواد کې د روانې فتنې او دسيسو په مخنيوي کې همکاري وکړي.
نوموړي اړوندو مسوولينو ته د يادې پېښې د ملكي قربانيانو له كورنيو سره د لا زياتې مرستې كولو لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور رئيس وويل، د ملي يووالي حکومت به پر هغې مدرسې سربېره، چې هوايي بريد پرې شوى و، د وژل شوو كسانو په نوم څلی او د سيمې خلکو ته جامع جومات جوړ کړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر يا يوناما وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ كې د افغان ځواکونو د تېرې ميلادي مياشتې هوايي بريد ۳۶ تنه وژلي او ۷۱ نور يې ټپيان كړي، چې ډېرى يې ماشومان وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ