په انډونيزيا كې درېيو چاودنو له كبله د لسګونو تنو مرګ ژوبله

د انډونيزيا د سورابايا ښار په درېيو کليساوو کې د يوه ځانمرګي بريد په ګډون درېيو چاودنو لږ تر لږه نهه تنه وژلي او شاوخوا ۴۰ نور يې ژوبل كړي دي.
د ختيځې جاوا د پوليسو وياند فرانس بارونګ منګيلا نن وويل، د قربانيانو د هويت معلومولو کار دوام لري.