ads

ننګرهار كې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

په ننګرهار کې نن د روژې مبارکې مياشتې د راتګ په وياړ د سلګونو ځوانانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا سيالي، چې د هډې ځوانانو ولسي پيوستون او ملي سوداګر عتيق الرحمن په مالي مرسته د جلال اباد پر حلقوي سړک پلان شوې وه، په کې د بېلابېلو ولايتونو ۲۰۰ ځوانانو ګډون کړى و او د درې کيلو مټره په واټن يې ځغاسته وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غویی 1397

د ځوانانو په استازيتوب نقيب احمد اتل د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته وويل، د دې سيالۍ هدف دا دى، چې د ځوانانو ترمنځ انسجام او يووالى رامنځته کړي، له دې لارې خلکو ته د سولې پيغام ورسوي او ځوانان له ناروا فعاليتونو او د نشه يي توکو له کارونې را وګرځوي.
نوموړي پر دولتي او نادولتي ادارو غږ وکړ، چې د بې کارۍ په کمولو کې دې بې درېغه هلې ځلې وکړي او بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.
د غونډې بل ويناوال او د ننګرهار ورزشي امريت د ځغاستې فدراسيون مشر شکرالله دا سيالي په ورزشي ډګر کې يو مثبت او بې سارى ګام ياد کړ.
په پاى کې د سيالۍ ګټونکي لوبغاړي په نغدي او نورو ډاليو ونازول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA