ads

په ولسواليو کې د عدلي او قضايي ادارو تشه

کلید ګروپ دا ځل د ټول هېواد په کچه په ولسوالیو کې د محکمو او څارنوالیو په فعالیتونو څېړنه کړې او دا یې پکې موندلې چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۳۶۴ ولسواليو له منځه د ۱۱۱ ولسوالیو په مرکزونو کې د امنیتي ستونزو او ودانيو د نشتون له کبله محکمې او څارنوالۍ فعاليت نه لري.

نویسنده: mayar
17 غویی 1397
په ولسواليو کې د عدلي او قضايي ادارو تشه

کلید ګروپ دا ځل د ټول هېواد په کچه په ولسوالیو کې د محکمو او څارنوالیو په فعالیتونو څېړنه کړې او دا یې پکې موندلې چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۳۶۴ ولسواليو له منځه د ۱۱۱ ولسوالیو په مرکزونو کې د امنیتي ستونزو او ودانيو د نشتون له کبله محکمې او څارنوالۍ فعاليت نه لري.

کلید د دغه راپور د جوړولو لپاره له بدخشان ولايت پرته چې چارواکي يې مرکې ته چمتو نه شول، د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې د سيمه‌ييزو ادارو له چارواکو سره مرکې کړې دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې قاضیان او څارنوالان د ولایتونو په مرکزونو کې په خدمتي ډول دندې اجرا کوي او د دغه ولسوالیو اوسېدونکي مجبور دي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره د ولایتونو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د دې موندنو پر بنسټ غزني، وردګ، زابل، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، ارزګان، هرات، خوست، لوګر، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کندز، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بغلان، دایکندي، کاپیسا، بلخ او بامیان هغه ولایتونه دي چې په ټولو او یا هم یو شمېر ولسوالیو کې یې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري.

همدارنګه دغه موندنې څرګندوي چې یوازې کابل، پنجشېر، بادغېس، پروان، تخار، سمنګان او نیمروز هغه ولایتونه دي چې په ټولو ولسوالیو کې یې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.

په ورته وخت کې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې مسوولین هم مني چې په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري.

دوی دا یوه لویه ستونزه بولي خو وایي، د دغه ستونزې د هواري لپاره یې له اړوندو ادارو سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

د دغه ادارې ویانده منیره یوسفزاده وایي: ((په محلي ادارو کې دا یوه لویه ستونزه ده او د دغه ستونزې حل وخت ته اړتیا لري، خو موږ هیله‌مند یو چې دا ستونزه به ژر حل شي.))

و موغوښتل چې په دې اړه د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې د مسوولینو نظر هم واخلو خو له ژمنو سره سره بیا هم زموږ سره مرکې کولو ته حاضر نه شول.

غزني

د هغو ولايتونو له ډلې چې په ټولو ولسواليو کې يې محکمې او څارنوالۍ فعالۍ نه دي يو هم غزني دي.
غزني ولایت ۱۸ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په ۶ ولسواليو کې يې دولتي محکمې او څارنوالۍ فعالې دي او په پاتې ۱۲ نورو کې فعاليت نه لري.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري وایي: ((ناوه ولسوالي له کابو ۱۳ کلونو راهيسې د طالبانو په واک کې ده، د دغه ولسوالۍ په ګډون په ۱۲ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دي او چارې یې د غزني له مرکز څخه مخته وړل کیږي، خو په شپږو ولسوالیو جاغوري، مالستان، خواجه عمري، مقر، جغتو او ناور کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.))

وردګ

وردګ بیا د هغو ولايتونو له ډلې دی چې په هېڅ ولسوالۍ کې يې هم محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دي.

دغه ولايت ۸ ولسوالۍ لري، په ټولو کې يې محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دي او کارونه يې له مرکز مخکې وړل کېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي: ((په ولسوالیو کې قاضیان نه لرو دوی له مرکزه فعالیت کوي.))

لوګر

اخوا بيا د لوګر ولایت د شپږو ولسواليو له ډلې یوازې په دوو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند سلیم صالح وایي: ((یوازې په خوښۍ او محمد اغه ولسواليو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي. د نورو ولسواليو اوسېدونکي د خپلو ستونزو د حل لپاره د ولایت مرکز ته مراجعه کوي.)) نوموړی ډاډ ورکوي چې دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت ۱۸ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په ۸ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري او د ولایت له مرکز څخه يې په خدمتي ډول چارې مخته وړل کیږي.

د دغه ولایت د استيناف محکمې رییس عبدالتواب وایي: ((د دغه ولایت په برمل، نکه، مټاخان، سروضه، اومنه، وازه خوا، ګومل او ووړممی ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍفعاليت نه لري او د دغه ولایت له مرکز څخه خپل فعالیتونه ترسره کوي.))

په ورته وخت کې د دغه ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي هم د استيناف محکمې د مسوول خبره تاییدوي او وایي: ((دغه ولسوالیو ته په غزېدلو لارو امنیتي ستونزې ددې سبب شوې دي چې په دغه ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ تړلې پاتې شي.))

زابل

د زابل ولایت ۱۰ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په درېيو کې يې څارنوالۍ او محکمې فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، شهر صفا، شاجوی او شینکۍ هغه ولسوالۍ دي چې قاضیان او څارنوالان هلته موجود دي: ((په پاتې نورو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله محکمې او څارنوالۍ شتون نه لري او د دغه ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي خپلې ستونزې په مرکز کلات او یا هم نېږدې ولسوالیو کې حل کړي.))

کندهار

د کندهار ولایت ۱۷ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په ۷ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري او چارې یې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړل کیږي.

د دغه ولایت مرستیال والي حنان منیب وایي: ((د کندهار ولایت له ۱۷ ولسوالیو په ۱۰ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې، خو په پاتې ۷ کې د وداني، د نشتون له کبله غیر فعالې دي او چارې یې څارنوالان او قاضیان په خدمتي ډول د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړي.))

په ورته وخت کې د دغه ولایت د استيناف څارنوال عبدالرحمان کوشان وایي: ((د کندهار ولایت په ۷ ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو او له مرکز څخه د دغه ولسوالیو د لرې والي له کبله څارنوالان او قاضیان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړي.))

جوزجان

جوزجان لس ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې يې درزاب او قوش تېپې ولسوالۍ د دولت له مخالفې ډلې داعش سره دي او په کې حکومتي محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي: ((درزاب او قوش تېپه دا دوه کاله د داعشیانو په لاس کې دي او پکې عدلي او قضایي مرکزونه فعال نه دي، په پاتې نورو ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان موجود دي او په عادي ډول چارې مخته وړي.))

د نوموړي په خبره، د دغه دوو ولسوالیو اوسېدونکي خپلې عدلي او قضایي ستونزې د جوزجان ولایت په مرکز کې حل کوي.

سرپل

د سرپل ولایت د مرکز په ګډون اووه اداري واحدونه لري چې له دغه ډلې د کوهستاناتو ولسوالي د دوو کلونو راهيسې د حکومت د مخالفې ډلې یا طالبانو په لاس کې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي: ((د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالي چې اوس د دښمن په لاس کې ده پکې حکومتي محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري خو په پاتې ۶ نورو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.))

ارزګان

د ارزګان ولایت ۶ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو عدلي او قضایي چارې د همدغه ولایت له مرکز څخه په مخ وړل کېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي:((په دغه ولایت کې د امنیتي ستونزو له کبله د ټولو ولسوالیو عدلي او قضایي چارې د ولایت له مرکز څخه په مخ وړل کیږي.))

د نوموړي په خبره، دا چې دغه ولایت یو ډېر لرې پروت ولایت دی، څوک زړه نه ښه کوي چې په دغه ولایت کې په عدلي او قضایي مرکزونو کې دندې ترسره کړي.

فراه

فراه ولایت لس ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په ۴ ولسوالیو کې يې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي او په پاتې ۶ کې يې د امنیتي ستونزو او د ودانيو د نشتون له کبله محکمې او څارنوالۍ خپلې چارې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړي.

د دغه ولایت د والي ویاند ناصر مهري وایي: ((د فراه ولایت په ۶ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ شتون نه لري او د دغه ولسوالیو اړوندې چارې د دغه ولایت له مرکز څخه په مخ وړل کیږي.))

هرات

د هرات ولایت ۱۵ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په شینډنډ او کوشک کهنه ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ غیر فعالې دي او د ولایت له مرکز څخه یې چارې مخته وړل کېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي: ((د هرات ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ په لارو کې د امنیتي ستونزو د شتون له کبله غیرفعالې دي خو له مرکز څخه د دغه ولسوالیو لپاره چارې مخته وړل کېږي.))

په ورته وخت کې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي وایي: ((په دغه ولایت کې له څلورو نویو جوړو شوو ولسوالیو پرته په نورو ټولو ولسوالیو کې څارنوالۍ فعالې دي او خپلو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.))

غور

د غور ولایت ۹ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په ۵ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي، خو په پاتې ۴ نورو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ د امنیتي ستونزو له کبله فعالیت نه لري.

د دغه ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي: ((تیوره، پسابند، شهرک او چهارصده هغه ولسوالۍ دي چې د یو شمېر امنیتي ستونزو له کبله په ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ تړل شوې دي خو له مرکز څخه یې فعالیتونه مخته وړل کیږي.)) خطیبي هم دا مني چې په دغه ولایت کې خلک د یو شمېر کوچنیو موضوعاتو لپاره د دولت مخالفې ډلې وسله‌والو طالبانو ته مراجعه کوي او خپلې ستونزې له دوی سره حل کوي خو وایي، ډېری موضوعات له حکومت سره حل کیږي.

هلمند

د هلمند ولایت ۱۳ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې ۶ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ شتون نه لري او اړوندې چارې یې د دغه ولایت له مرکز څخه په مخ وړل کیږي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي: ((خانشین، مارجه، سنګین، باغران، دیشو او نوزاد هغه ولسوالۍ دي چې مسوولین یې خپلې چارې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړي.))

د نوموړي په خبره دوی د دغه ستونزې د حل لپاره د ټول ولایت په سطحه عملیات ترسره کړي دي او هیله‌مند دی چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.

فاریاب

د فاریاب ولایت ۱۳ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په ۴ ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله د ولسوالیو په مرکزونو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري.

د دغه ولایت د والي ویاند جاوېد بېدار وایي: ((بلچراغ، ګرزیوان، غورماچ او کوهستان ولسوالیو ته په پرتو لارو امنیتي ستونزې موجودې دي او دا ددې سبب شوې دي چې د یادو ولسواليو د عدلي او قضایي چارو مسوولین د دغه ولایت له مرکز څخه خپلې چارې مخته یوسي.))

بېدار وایي، د دغه ولسواليو اوسېدونکي د خپلو ستونزو د حل لپاره د دغه ولایت مرکز ته مراجعه کوي.

بغلان

بغلان ولایت ۱۴ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په دوو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري.

د دغه ولایت د والي ویاند محمود حقمل وایي: ((د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده چې د هغه عدلي او قضایي چارې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړل کیږي او کله نا کله په بورقې ولسوالۍ کې د ستونزو له کبله د دغه ولسوالۍ لپاره عدلي او قضایي چارې د نهرین ولسوالۍ څخه مخته وړل کیږي.))

د نوموړي په خبره د دهنه غوري ولسولۍ اوسېدونکي خپلې عدلي او قضایي چارې د دغه ولایت په مرکز کې حل کولای شي.

ډایکندي

ډایکندي ولایت ۸ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په پاتو ولسوالۍ کې محکمه او څارنوالي فعالیت نه لري، په نورو ټولو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعال دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زموږ د برښنالیک په ځواب کې لیکلي: ((د ډایکندي ولایت په ۷ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي او یوازې یوه ولسوالي چې لرې پرته ده محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دياو له مرکز څخه یې چارې مخته وړل کېږي.))

کاپیسا

د کاپیسا ولایت ۶ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په دوو ولسوالیو کې يې محکمې او څارنوالۍ د امنیتي ستونزو له کبله تړلې دي خو په پاتې څلورو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند قیس قادري وایي: ((د کاپیسا ولایت په اله‌سای او تګاب ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان نشته او د دغه ولسوالیو اړوندې چارې د دغه ولایت له مرکز څخه مخته وړل کیږي.))

د نوموړي په خبره په دغه دوو ولسوالیو کې دا ستونزه د زیات وخت راهيسې روانه ده خو د ستونزې د حل لپاره به یې ډېر ژر اړوند ګامونه پورته کړي.

بلخ

بلخ ولایت ۱۴ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په ۴ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري او په پاتې ولسوالیو کې یې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند منیراحمد فرهاد وایي: ((په شورتېپه، کلدار، کشنده او رازي ولسوالیو کې د تعميرونو د نشتون له کبله فعالیت نه لري او د دغه ولایت له مرکز څخه خپل فعالیتونه ترسره کوي.))

خو د دغه ولایت د لومړنۍ محکمې د ماشومانو د تخلفاتو د برخې مشره نرګس حافدزاده بیا په دغه ولسوالیو کې د عدلي او قضایي مرکزونو د نه فعالیت علت دغه ولسوالیو ته په لاره کې د امنیتي ستونزو شتون په ګوته کوي: ((دغه څلورو ولسوالیو ته په غځېدلو لارو کې امنیتي ستونزې شتون لري او همدا سبب شوی دی چې په دغه ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعاليت ونه لري.))

خو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شېرجان درانی بیا د امنیتي ستونزو خبره ردوي او وایي: ((زموږ ولسوالان او امنیه قوماندانان په ولسوالیو کې دي او هلته هېڅ کومه امنیتي ستونزه شتون نه لري او محاکم کولای شي په دغه ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.))
بامیان

د بامیان ولایت ۶ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په سیغان ولسوالۍ کې د ودانۍ د نشت له کبله محکمه او څارنوالي فعاليت نه لري.))

د دغه ولایت د استيناف محکمې رییس سرور علي سروش وایي: ((دا مهال د بامیان ولایت په ۷ ولسوالیو کې لومړنۍ څارنوالۍ فعالې دي او یوازې په سیغان ولسوالۍ کې د ودانۍ د نشت له کبله څارنوالي فعاله نه ده او له مرکز څخه یې چارې مخته وړلې کیږي.))

په ورته وخت کې د دغه ولایت د استيناف محکمې رییس غوث الدین طاهري هم وایي، په دغه ولایت کې یوازې په سیغان ولسوالۍ کې محکمه فعالیت نه لري خو په نورو ټولو ولسوالیو کې محکمې فعالې دي.

پکتیا

د پکتیا ولایت ۱۲ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په درېیو ولسوالیو کې یې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري او د دغه ولایت له مرکز څخه یې فعالیتونه اداره کېږي.

د دغه ولایت د استیناف محکمې رییس محمد اجمل عربزی وایي: ((د پکتیا ولايت په شواک، زرمت او احمد خیلو ولسوالۍ کې محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دي او خلک یې د خپلو ستونزو د حل لپاره د دغه ولایت مرکز ته مراجعه کوي.))

خو د دغه ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت بیا یوازې په دوو ولسوالیو کې د عدلي او قضایي مرکزونو د نه فعاليت خبره کوي: ((زرمت او شواک دوه هغه ولسوالۍ دي چې محکمې او څارنوالۍ پکې فعالیت نه لري.)) د نوموړي په خبره دوی به ډېر ژر د دغه ستونزې د هواري لپاره اړوند ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر نثار احمد عبدالرحیمزی وایي: ((موږ په ټولو هغه ولسوالیو کې چې هلته محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري د هغه سیمو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوو.))

خوست

د خوست ولایت ۱۲ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په ۵ ولسوالیو کې څارنوالۍ او محکمې فعالیت نه لري او چارې یې په خدمتي ډول د دغه ولایت له مرکز څخه مخکې وړل کیږي.

د معلوماتو له مخې سپېره، صبري، ګربز، ځاځي میدان او تریزي هغه ولسوالۍ دي چې قاضیان او څارنوالان یې د دغه ولایت له مرکز څخه چارې مخته وړي.

ننګرهار

ننګرهار ولایت ۲۱ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې په ۳ ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري او په پاتې شمېر نورو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي: ((د ننګرهار ولایت په ۳ ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله محکمې او څارنوالۍ فعالیت نه لري خو د ستونزې د هواري لپاره به سیمه‌ییزه اداره ډېر ژر کوټلي ګامونه پورته او په دغه ولسوالیو کې به د محکمو او څارنوالیو د فعالیت زمینه برابره کړي.))

په ورته وخت کې د دغه ولایت د محکمې رییس عبدالولي هم وایي: ((پچیراګام، حصارک او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې محکمې او څارنوالۍ پکې فعالې نه دي.)) د نوموړي په خبره دغه ولسوالیو ته په پرتو لارو امنیتي ستونزې او د قاضیانو لپاره د دفترونو نه شتون هغه څه دي چې په دغه ولسوالیو کې محکمې غیرفعالې پاتې شي.

د ننګرهار ولایت د استيناف څارنوالۍ رییس خالد احمد اوریا بیا وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو حصارک او شېرزادو کې څارنوالۍ فعالیت نه لري خو په نورو ټولو ولسوالیو کې یې څارنوالان شتون لري او خپلې چارې مخته وړي.

کونړ

کونړ ولایت ۱۴ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په دوو ولسوالیو غازي اباد او چپه دره ولسوالیو کې یې قضایې مرکزونه شتون نه لري.

د دغه ولایت د والي د ویاند مرستیال ننګیالی وایي: ((د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو د ودانيو د نشت له کبله محکمې او څارنوالۍ فعالې نه دي او د دغه ولايت د خلکو ستونزې د دغه ولايت له مرکز څخه حل کېږي.))

نورستان

د نورستان ولایت ۸ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یې د کامدېش او برګ مټال ولسوالیو کې عدلي او قضایي چارې دغه ولسوالیو ته په غزیدلو لارو د امنیتي ستونزو له کبله د مرکز څخه اجرا کیږي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي: ((د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې دي خو په دوو ولسوالیو کې دغه ولسوالیو ته په غځېدلو لارو د امنیتي ستونزو شتون ددې سبب شوی دی چې محکمې او څارنوالۍ د ولایت له مرکز څخه فعالیتونه ترسره کړي.))

لغمان

د لغمان ولایت ټولې ۵ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په یوه ولسوالۍ کې محکمه او څارنوالي فعالې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وایي: ((د لغمان ولایت د ۵ ولسوالیو له ډلې یوازې په یوه اليشنګ ولسوالۍ کې محکمه او څارنوالي فعال دي.))

نوموړی په دغه ولسوالیو کې د څارنوالیو او محکمو لپاره د ځانګړو ودانيو نشتون په یادو ولسوالیو کې د عدلي او قضایي مرکزونو د نه فعالیت اصلي سبب بولي.

کندز

کندز ولایت دا مهال ۹ ولسوالۍ لري چې له دغه ډلې یوازې په درېيو ولسواليو کې محکمې او څارنوالۍ فعالې او په پاتې ولسوالیو کې د محکمو او څارنوالیو فعالیتونه شتون نه لري او د دغه ولایت له مرکز څخه یې چارې مخته وړل کېږي.

د دغه ولایت د ویاند د دفتر سرپرست نعمت الله تېموري وایي: ((په کندز ولایت کې د درېيو نوو ولسواليو په ګډون په شپږو ولسواليو کې محکمې او څارنوالۍ فعاليت نه لري او چارې يې د ولايت له مرکز څخه مخکې وړل کېږي.))

د دغه ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی د خپلو ستونزو د هواري لپاره د ولایتونو مرکزونو ته مراجعه کوي چې دغه چارې دوی ته زیاتې ستونزې را پیدا کړې دي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د دغه ستونزې د هواري لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د ولایتونو له مرکزونو څخه د ولسوالیو مرکزونو ته محکمې او څارنوالۍ انتقال کړي څو د دوی ستونزې په وخت حل شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA