ads

امنيتي ځواکونو د کوهستان ولسوالي بېرته ونيوله

امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د بدخشان كوهستان ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.

نویسنده: mayar
16 غویی 1397
امنيتي ځواکونو د کوهستان ولسوالي بېرته ونيوله

امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د بدخشان كوهستان ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.

دې ولسوالۍ د جمعې په شپه سقوط كړى و.

د بدخشان د ۲۰مې فرقې د دوهمې پلې لېوا وياند تورن عبدالمنان نظري وايي، دا ولسوالي د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې بېرته ونيول شوه.

دى زياتوي، دغه عمليات پرون غرمه پيل شول او مازديګر شاوخوا شپږ بجې پاى ته ورسېدل، چې په مهال يې د كوهستان ولسوالۍ ودانۍ، د امنيه قوماندانۍ ودانۍ او د ولسوالۍ بازار په بشپړ ډول د امنيتي ځواكونو تر كنټرول لاندې راغلل.

د نظري په وينا، په دې عملياتو كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى، خو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دى يې په اړه كره معلومات نه لري.

نوموړي وويل، طالبانو په ياده ولسوالۍ كې له يوه دولتي ګودامه ۳۰ ټنه غنم وړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA