د ملي يووالي حكومت د بدخشان ولايت د كوهستان ولسوالۍ له مركزه د وسله والو طالبانو د ايستلو لپاره چمتووالى نيولى دى.
دې ولسوالۍ د جمعې په شپه د طالبانو په لاس سقوط وكړ.
د ملي دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، د طالبانو د ګواښونو مخنيوي لپاره چمتووالى نيول شوى دى.
د ځايي چارواكو په وينا، د بدخشان د كوهستان ولسوالۍ مركز د طالبانو په لاس تر سقوط كېدو مخكې درې ورځې د دې ډلې په محاصره كې و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ