نامعلومو وسله والو د پاكستان په بلوچستان ايالت كې اوو كارګرانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنۍ د ځايي امنيتي چارواکو له قوله وايي، دا پېښه د ايران پولې ته څېرمه په بلوڅ مېشته سيمه خاران کې رامنځته شوې ده.
د امنيتي چارواكو په وينا، د نامعلومو وسله والو په ډزو شپږ كارګران وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د راپورونو له مخې، وژل شوي كسان د يوې مخابراتي كمپنۍ پر پايې د كار كولو لپاره خاران ته تللي وو.
د چارواکو په خبره، سيمې ته امنيتي سرتېري رسېدلي او د كارګرانو د وژونکو نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
د پېښې مسووليت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
په بلوچستان کې په دې وروستيو کې په هدفي وژنو، مذهبي تاوتريخوالي او ترهګريزو پېښو كې يو ځل بيا زياتوالى راغلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


