ads

په نايجريا کې دوو چاودنو ۲۷ تنه ووژل او ۵۶ نور يې ټپيان کړل

د نايجريا حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختيځ موبي ښار کې په يوه مسجد کې دننه او بهر دوو پرله پسې چاودنو ۲۷ تنه ووژل او ۵۶ نور يې ټپيان کړل.

نویسنده: mayar
12 غویی 1397
په نايجريا کې دوو چاودنو ۲۷ تنه ووژل او ۵۶ نور يې ټپيان کړل

د نايجېريا حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختيځ موبي ښار کې په يوه جومات کې دننه او بهر دوو پرله پسې چاودنو ۲۷ تنه ووژل او ۵۶ نور يې ټپيان کړل.

د نايجېريا د معلوماتو او ستراتېژۍ کمېشنر احمد شاجوع رسنيو ته ويلي، بريدونه د دوو ځانمرګو بريدکوونکو له لوري ترسره شوي دي.

د نوموړي په خبره، لومړي ځانمرګي بريدکوونکي د جومات دننه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او دوهم له جوماته بهر د ليلامي توكو په بازار کې ځان والوځاوه.

د دغو بريدونو مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

د تېر ميلادي کال په نومبر مياشت کې هم د موبي ښار په يوه جومات كې چاودنې ۵۰ تنه وژلي وو.

د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې، له ۲۰۰۹ کال راهيسې تراوسه په نايجېريا کې څه باندې ۲۰ زره کسان د بوکو حرام ډلې له لوري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA