ads

افغانستان په شل اوريزو لوبو کې اتم مقام ترلاسه کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان په شل اوريزو لوبو کې د ۸۷ پاينټونو په ترلاسه کولو اتم مقام ترلاسه کړ او له سريلانکا مخکې شو.

نویسنده: mayar
12 غویی 1397
افغانستان په شل اوريزو لوبو کې اتم مقام ترلاسه کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان په شل اوريزو لوبو کې د ۸۷ پاينټونو په ترلاسه کولو اتم مقام ترلاسه کړ او له سريلانکا مخکې شو.

د کرکټ بورډ له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان دغه راز په پنځوس اوريزو لوبو کې هم ۶ نورې نمرې ترلاسه کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د افغانستان او نهم مقام لرونکي ویسټ انډیز ترمنځ اوس یوازې ۶ نمرې توپیر دی، چې پخوا ۲۵ نمرې و.

دغه راز د لوبغاړو په درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی راشدخان په شل اوريزو لوبو کې لومړی بالر دی او محمد نبي عيسی خېل بيا درېيم الرونډر ياد شوی.

په دغه درجه بندۍ کې په شل اوريزو لوبو کې لومړی مقام پاکستان خپل کړی دی.

اسټرالیا دویم، هند درېیم او نوی زیلاند څلورم ځای لري.

په پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو لوبو کې انګلستان لومړی، هند دویم، سویلي افریقا درېیم او نوی زيلاند څلورم ځای لري.

په ټېسټ لوبو کې هند لومړی، سویلي افریقا دویم، اسټرالیا درېیم او نوی زلاند څلورم ځای لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA