نن د هند د کرکټ غوره ليګ يا ای پي ال کې ممبيي انډينز او رويال چلنجرز بنګلور د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه چې په بنګلور کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
پرون هم په دغه لیګ کې يوه لوبه وشوه.
په دغه لوبه کې چنای سوپر کېنګز ډيلي ډرېډېولز ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
په سږني اى پي ال كې درې افغان لوبغاړي؛ راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن لوبېږي.
پر دوى سربېره بل افغان لوبغاړى ظاهر خان هم اخيستل شوى و، خو هغه په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
د يادولو ده، چې راشد خان او محمد نبي له سنرايزرز حيدراباد او مجيب الرحمن هم له کېنکز الېون پنجاب سره لوبېږي او ظاهر خان بيا راجستان رويالز لوبډلې اخيستی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

