ads

نتنياهو: ایران اوس هم خپل اټومي پروګرام تعقیبوي

د اسراييلو لومړی وزير بينيامين نتنياهو وايي، په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ستونزې په ډېرېدو دي، ايران په پټه توګه خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکوي.

نویسنده: mayar
11 غویی 1397
نتنياهو: ایران اوس هم خپل اټومي پروګرام تعقیبوي

د اسراييلو لومړی وزير بينيامين نتنياهو وايي، په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ستونزې په ډېرېدو دي، ايران په پټه توګه خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکوي.

د دوشنبې په ورځ د اسراييلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو ځينې اسناد رسنيو ته وښودل چې د ده په خبره په هغه کې څرګنده شوې چې ايران د خپل اټومي پروګرام په تړاو دروغ وايي.

د نتنياهو خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې د ټرمپ اداره او ملګري يې هڅه کوي له ايران سره اټومي تړون يا لغوه کړي يا لږ تر لږه په هغه له سره خبرې وکړي. دغه اټومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې د ايران او د نړۍ د ۶ لويو قدرتونو؛ امريکا، روسيې، فرانسې، جرمني، چين او اروپايي ټولنې ترمنځ لاسلیک شو.

نتنياهو وويل: ((تاسې بايد وپوهېږﺉ چې د ايران مشران په دوامداره توګه د خپلو اټومي وسلو جوړول ردوي، ښه نن زه دلته يم تر څو تاسې ته يو شی ووايم، ايران دروغ وايي، ډېر وخت.))

نوموړي ادعا وکړه چې ايران د اټومي تړون له لاسليکولو وروسته هم خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړ، خو د دغه پروګرام په تړاو يې اسناد پټ کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA