نن د هند د کرکټ غوره ليګ يا ای پي ال کې ډيلي ډرېډېولز او چنای سوپرکېنګز د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه چې په چنای کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
پرون په دغه ليګ کې دوه لوبې ترسره شوې.
لومړۍ لوبه كې سنرايزرز حيدراباد راجستان رويالز په ۱۱ منډې ماتې وركړه.
دوهمه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او رويال چلنجرز بنګلور ترمنځ ترسره شوه، چې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې د شپږو وېکټو په توپير وګټله.
په سږني اى پي ال كې درې افغان لوبغاړي؛ راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن لوبېږي.
پر دوى سربېره بل افغان لوبغاړى ظاهر خان هم اخيستل شوى و، خو هغه په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
د يادولو ده، چې راشد خان او محمد نبي له سنرايزرز حيدراباد او مجيب الرحمن هم له کېنکز الېون پنجاب سره لوبېږي او ظاهر خان بيا راجستان رويالز لوبډلې اخيستی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

