ads

د ننګرهار لوبغاړو د توحيدالله مړوند هرکلی وکړ

د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی توحيدالله مړوند د تکواندو په اسيايي سياليو کې د برونزو مډال تر ګټلو وروسته ننګرهار ته په رسېدو د دې ولايت د ورزشکارانو او د ورزش مينه والو له لوري وستايل شو.

نویسنده: mayar
9 غویی 1397
د ننګرهار لوبغاړو د توحيدالله مړوند هرکلی وکړ

د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی توحيدالله مړوند د تکواندو په اسيايي سياليو کې د برونزو مډال تر ګټلو وروسته ننګرهار ته په رسېدو د دې ولايت د ورزشکارانو او د ورزش مينه والو له لوري وستايل شو.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه كې د دغه ولايت د تکواندو فدراسيون د مسوول خالد اکبري له قوله راغلي، توحيدالله مړوند وتوانېده، چې د ايران په کوربه توب د فجر جام په نوم د تکواندو په اسيايي سياليو کې د پرلپسې درېيو لوبو په ګټلو د خپل هېواد په ګټه د برونزو مډال ترلاسه کړي.

اکبري زياته کړه، ياد افغان لوبغاړي اووه کاله وړاندې تکواندو لوبې ته مخه کړه، چې په ګڼ شمېر ولايتي سياليو کې يې د مډالونو له ګټلو وروسته د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA