ټاکل شوې نن د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل سياليو دوه لوبې ترسره شي. لومړۍ لوبه، چې د کابل په وخت د ماسپښين په درېيو بجو پيلېږي، د سنرايزرز حيدراباد او راجستان رويالز لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.
دغه لوبه به په جېپور کې ترسره شي.
همدارنګه دوهمه لوبه، چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، د رويال چلنجرز بنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په بنګلور كې ترسره کېږي.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه كې به دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېږي.
پرون د ممبيي انډينز او چناى سوپر کينګز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ممبيي انډينز لوبډلې د اتو وېکټو په توپير وګټله.
د آى پي اېل په سږنيو سياليو كې پر يادو دوو لوبغاړو سربېره بل افغان لوبغاړى مجيب الرحمن هم لوبېږي، چې تراوسه د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې په ګټه ښه ځلېدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

