ads

سرګې لاوروف: امريکا غواړي سوريه تجزيه کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف امريکا د سوريې په تجزيه کولو تورنه کړه او ويې ویل دغه هېواد د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف په سوريه کې خپلو راکټي بريدونو ته دوام ورکړی دی.

نویسنده: mayar
9 غویی 1397
سرګې لاوروف: امريکا غواړي سوريه تجزيه کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف امريکا د سوريې په تجزيه کولو تورنه کړه او ويې ویل دغه هېواد د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف په سوريه کې خپلو راکټي بريدونو ته دوام ورکړی دی.

لاوروف دغه تور د شنبه په ورځ له خپلو ترکي او ايراني سيالانو سره په مسکو کې مطرح کړ.

د راپورونو پر بنسټ، په مسکو کې د دغه درېيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د خبرو اجنډا د سوريې په اووه کلنې جګړې راڅرخېده. هغه جګړه چې په هغه کې په سلګونو زره سوري وګړي وژل شوي دي.

د دغه ليدنې بله موضوع د سوريې د سياسي وضعيت او بشري حقونو په تړاو د نهم پړاو خبرې وې چې ټاکل شوې د قزاقستان په پايتخت کې استانه کې راتلونکې مياشت ترسره شي.

روسيه، ایران او ترکيه د اسد او د هغه مخالفينو تر منځ په خبرو کې مهم رول لري.

دغه درې هېوادونه ادعا کوي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو يوازينې لاره د استانې خبرې دي.

د روسيې، ایران او ترکيې د بهرنیو چارو وزيرانو هوکړه وکړه چې د سوريې له تجزيې به مخنيوی کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA