د هند د کرکټ غوره ليګ يا آی پي اېل سياليو كې نن چنای سوپر کېنګز لوبډله له رويال چلنجرز بنګلور لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه، چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په چنای ښار کې ترسره کېږي.
پرون هم د دې ليګ يوه لوبه ترسره شوه.
دا لوبه د سنرايزرز حيدراباد او ممبيي انډينز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې حيدراباد د ۳۱ منډو په توپير وګټله.
په دې لوبه کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېدل، چې ښه وځلېدل او راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
نوموړي په خپلو څلورو اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي يې وسوځول او محمد نبي بيا په درېيو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوځاوه.
د آى پي اېل په سږنيو سياليو كې پر يادو دوو لوبغاړو سربېره بل افغان لوبغاړى مجيب الرحمن هم لوبېږي، چې تراوسه د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې په ګټه ښه ځلېدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

