له ماشومتوبه یې شپني کوله، خو کله چې اوږدې وچکالۍ د چینو او کارېزونو شونډې وچې کړې، ورسره سم د دښتو او غرونو شنې لمنې هم سپېرې شوې او ښار ته کډه کېږي.
((په کلي کې نه شپني وه، نه دهقاني، ځکه ښار ته راکډه شوو، له ښاره مو هم خیر ونهکړ، هره ورځ به مو کډه په شا وه او د کرايي کورونو دروازې به مو ټکولې.))
بې وزلۍ او غربت بالاخره له ښاره لرې په یوه دښته کې اوسېدو ته اړ کړ، ځکه هلته یې د کور کرایه ځنې نهاخسته او یوازې د ځمکې بزګري یې ورباندې کوله، خو دا ځمکه دومره نهوه چې په ګټه وټه یې د کور لګښتونه پوره شي. له یوې خوا نېستۍ او له بلې خوا یې د پلار ناروغۍ اړ کړ چې کور پرېږدي او کوم بل هېواد ته د پیسو د ګټلو په مقصد لاړ شي: (( راته ډېره سخته وه چې خپل ناروغ پلار په بستر کې پرېږدم او زه ور نه لاړ شم، خو بله چاره نهوه، د هغه د درملنې لهپاره مې ډېرو پیسو ته اړتیا وه. کور او دهقاني مې خپل بل ورور ته پرېښودل او زه ځنې ایران ته لاړم چې پیسې وګټم.))
محمد اسماعیل اوس کابو ۲۷کلن دی، هغه د ځان په اړه داسې وایي:((زه په ۱۳۶۴لمريز كال په وردګو ولایت کې زیږېدلی یم. ډېر څه مې نه یادېږي، خو دومره مې په یاد دي چې له ډېر ماشومتوبه مې شپني کوله. پنځلس کلن به وم چې غزني ته راغلو او دلته مې دهقاني پیل کړه. په دهقانۍ کې راته څه نه جوړېدل، له همدې کبله ایران ته لاړم.))
محمد اسماعیل په شپاړس کلنۍ کې ایران ته روانیږي، هغه چې په لاره کې ډېرې سختۍ ګاللي او کابو لس شپې او ورځې نهار پاتې شوی، وايي: ((د لارې د خرچې لهپاره یو غیران هم راسره نهو، خو قاچاقبر راته ویل چې تر ایران پورې دې خرڅ په ما دی. په نیمروز کې ټولو مسافرو په خپلو پیسو د احتياط لهپاره لږو ډېر د خوراک او څښاک شیان ورسره واخستل، خو زه تش لاس روان شوم. په لاره کې مې د قاچاقبر په دوو درې خرماوو ګوزاره کوله او روان وم.))
اسماعیل چې خپله کیسه دې ځای ته ورسوله سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې؛ کاغذي رومال یې راواخست او په سترګو یې وموښه، بيا يې وويل: ((لس ورځې مې په لوږه او تنده مزلونه وکړل.))
اسماعیل وايي چې دا ډول لوږې او تندې یې له ماشومتوبه زغملې وې، ټول عمر یې په لوږه او تنده د غرونو په لمنو کې تېر کړی و، خو درد یې دا و: ((کاشکې یوازې زه وږی وای، لکه څنګه چې زه وږی وم، په همداسې حال کې مې خپله کورنۍ هم په تش ډاګ پرېښې وه.))
د اسماعیل په وینا، تر لسو ورځو مزله وروسته ایران ته رسیږي او هلته د اصفهان ښار د رضوان شهر سیمې ((سنګبرۍ)) په یوه دستګاه کې کار پیلوي: ((هلته مې د یوه دوست په مرسته کار پیدا کړ، خدای دې ورسره ښه وکړي ډېره مرسته یې راسره کوله.))
د اسماعیل ټول ژوند په سختیو او کړاوونو کې تېر شوی و. بل پلو یې د پلار ناروغۍ او بېوزلۍ اجازه نه ورکوله چې ارام کېني، نو له همدې کبله یې شپه او ورځ په ځان یو کړې وه:((ډېر مجبور وم، باید ډېر کار مې کړی وای او کور ته مې پیسې لېږلې وای.))
نوموړی زیاتوي:(( درې میاشتې مې د قاچاقبر د پورونو د خلاصولو لهپاره کار وکړ او تر هغه وروسته مې چې څومره پیسې پیدا کولې هغه به مې میاشت په میاشت کور ته لېږلې.))
تر ډېرو سختیو، ستومانیو او بېخوبــیــو وروسته د اسماعیل ژونــد ورو ورو پــه پښــو دریــږي او په هرو دوو میاشتو کې یو یا دوه ځل کور ته پیسې رالېږي، خو د وروستیو شپږو میاشتو پیسې يې كورته نهوې لېږلې، بلکې هغه يې له ځانه سره ټولې كړې وې: ((غوښتل مې یو څه پیسې ټولې کړم او بیا مې د پلار سمه درملنه ورباندې وکړم.))
اسماعیل لا د فقر او بېوزلۍ دروند بار له اوږو ښکته کړی نه و چې د زمانې څرخ یې د ژوند لوری بدلوي او د ژوندانه له یوه بل تریخ واقعیت سره مخ کیږي.
د ټولې شپې بېخوبه، ستړی او ستومانه اسماعیل د سهار په پنځو بجو د پولیسو په لاس ورځي، هغه وايي: ((دا مې وروستۍ شپې ورځې وې، هڅه مې کوله چې ډېرې پیسې وګټم او د میاشتې په پای کې کور ته لاړ شم. په وروستۍ ورځ مې ټوله ورځ کار وکړ، د مازیګر تر لمانځه وروسته مې لږه دمه وکړه او تر ډوډۍ خوړلو وروسته مې بیا په کار پیل وکړ، ټوله شپه مې کار وکړ، د سهار پنځه بجې کېدونکې وې او لا مې د کار جامې له غاړې نهوې ایستلې چې پولیس راننوتل، لاس او پښې یې راوتړل او په موټر کې یې واچولم.))
د اسماعیل په وینا، دا هغه ورځې وې چې د ایران حکومت یو شمېر افغانان په کې اعدام کړل او د ډېرو نورو کورونو ته یې اورونه واچول. اسماعیل د پولیسو له خوا تر نیولو وروسته مشهد ته بیول کیږي، هغه وايي:((په موټر کې د پولیسو له وهلو او ټکولو څخه بېپروا وم، د خپل سرنوشت په اړه مې فکر کاوه او دا مې ویل، که اعدام شم، بیا به څوک زما مړی زما تر کوره ورسوي؟ او که یې همدلته په کوم کوهي کې واچولم، بیا به مې مور او پلار تر څه وخته انتظار کوي، ډېر وخت مې پیسې هم نه دي ورلېږلې، خدايه! خدايه! ته مې چاره ساز شې.))
د انسان د مرګ او ژوند لهپاره یوازې یوه ورځ ټاکل کیږي او د نړۍ یو قدرت هم د هغه په بدلولو نه توانیږي، خو بلاوې او افات په صدقې، خیراتونو او د میندو په دعاوو دفع کیږي. اسماعیل هم ټول عمر د مور او پلار د هوساینې لهپاره شپه او ورځ کار کاوه او د دې ټولو خواریو لومړنی سرلیک یې د ناروغ پلار درملنه وه چې یوه لویه صدقه ورته ویلای شو.
اسماعیل تر مشهده پورې په دې اړه فکر کوي چې اعدم به شي؟ د بدن غړي به یې پرې شي؟ او که به ژوندی په کوهي کې واچول شي: ((مشهد ته له رسېدو وروسته یې یوې پوستې ته بوتلو، هلته یې ډېرې پوښتنې رانهوکړې، تر پوښتنو او تحقیقاتو وروسته یې زه یوې خونې ته بوتلم په کټ یې واچولم او وینه یې رانه وایستله. لس پنځلس دقیقې وروسته یې روان کړم، خو زما په سترګو توره شپه وه، لار مې نهلیدله او یو خوا بل خوا لوېدم، هغوی په لغتو او سوکانو وهلم، خو زه په ځان نه پوهېدم.))
د نوموړي په وینا، تر دې مهاله یې د کار جامې پر غاړه او د کار موزې یې په پښو وې: ((زه په خپلو پښو نه شوم درېدلی، خو هغوی کشولم، بیا یې جوش اوبه راوړې او زما په موزو کې یې راتوی کړې، په پښو مې سور اور بل شو او لږه شېبه وروسته په ځان نه یم پوهېدلی چې څه راپېښ شول؟))
اسماعیل له یو شمېر نورو افغان مهاجرو سره یوځای د شپې په دوو بجو د هرات په لور د ایران په پوځي موټرو کې انتقالېږي، هغه وایي: ((نه پوهېږم د شپې څو بجې به وې چې سترګې مې وغړولې، د پښو له درده مې چيغې کړې، خو یو بل تن مې چې په څنګ کې ناست وو او لاسونه یې تړلي وو راته وویل، خیر وروره چیغې مهوهه، لږ نور هم صبر وکړه، هرات ته لږ لار پاتې ده که خدای کول رسیږو له خیره.))
د اسماعیل د لارې ملګری عبدالواحد چې نوموړی یې تر روغتون او بیا وروسته تر کوره رسولی او موږ ورسره د اسماعیل په کور کې لیدنه وکړه، روغتون ته د اسماعیل د رسولو په اړه وايي:((سهار وختي هرات ته ورسېدو که څه هم ګڼه ګوڼه وه، خو په ډېره سختۍ مې هغه تر روغتون پورې ورساوه، زه په دې نه پوهېدم چې په اسماعیل څه شوي، هغه هم خبرې نه شوای کولای، خو کله چې روغتون ته ورسېدو، ډاکټر راته وویل چې موزې یې وباسم.))
نوموړی وایي، د اسماعیل له پښو مې موزې وایستلې، خو د هغه پښې لولپه شوې وې او د پښو اووه ګوتې یې په موزو کې پاتې شوې: ((زه د دې حالت په لیدو په ځمکه ولوېدم، یو ساعت وروسته چې را په سد شوم، اسماعیل په عملیات خانه کې و.)) اسماعيل تر دې وروسته د خپل ملګري په مرسته تر کوره رارسول کيږي او د غزني ولایت په ملکي روغتون کې یې درملنه کيږي. هغه اوس د کرايي کور په یوه پخوانۍ او زړه خونه کې پروت دی او وایي: ((په پښو نه شم درېدلی، ډېر درد کوي، لږ چې جوړې شي، بیا وچوي او تر بد بدتره شي.)) اسماعیل تر دوه نیمو کلونو وروسته په داسې حال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای کیږي چې په دواړو پښو معلول دی.
ژوند کیسه/ راټولونه او بیالیکنه شیرین- کلید
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ