په ټورنټو كې د موټر په وسيله ترسره شوي بريد كې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاناډا په ټورنټو ښار كې د دوشنبې په ورځ يو کس په موټر پياده خلک وهلي، ۱۰ تنه يې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك دى.