ads

په ټورنټو كې د موټر په وسيله ترسره شوي بريد كې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاناډا په ټورنټو ښار كې د دوشنبې په ورځ يو کس په موټر پياده خلک وهلي، ۱۰ تنه يې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك دى.

نویسنده: mayar
4 غویی 1397
په ټورنټو كې د موټر په وسيله ترسره شوي بريد كې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاناډا په ټورنټو ښار كې د دوشنبې په ورځ يو کس په موټر پياده خلک وهلي، ۱۰ تنه يې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك دى.

پوليس وايي، شكمن كس يې نيولى او د پېښې په اړه يې څېړنې روانې دي.

پوليسو لا تراوسه په دې تړاو كومه تبصره نه ده کړې، چې دغه کس دا کار ولې کړى، خو يو عيني شاهد وويل، دا موټر چلوونكى يې وليده، چې په قصدي ډول يې پر پياده خلكو موټر وخېژاوه.

د ټورنټو د پوليسو مشر پيټر يوين يوې خبري غونډې ته وويل، دا به يوه اوږده تحقيقاتي پروسه وي.

نيول شوي كس د ټورنټو په يوه كالج كې د كمپيوټر په برخه كې زده كړې كولې.

ياده پېښه، چې تر دې دمه يې چا مسووليت نه دى منلى، د ټورنټو په نږدې تاريخ كې بې سارې بلل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA