د هند د کرکټ غوره ليګ يا ای پي ال سياليو كې نن سنرايزرز حیدراباد له ممبيي انډينز سره د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په ممبيي کې ترسره کېږي.
دا لوبه ځكه افغانانو ته مهمه ده، چې په حیدراباد لوبډله كې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.
پرون هم د دغه ليګ يوه لوبه ترسره شوه.
په دغه لوبه کې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې ډيلي ډرېډېولز ته په ۴ منډو ماتې ورکړه او افغان لوبغاړی مجيب ځدراڼ پکې ښه وځلېد.
يادو سياليو ته سږ کال څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجيب ځدراڼ او ظاهر خان اخيستل شوي وو، چې يوازې ظاهر خان په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


