افغان ورو توپ اچوونكى راشد خان به د ويسټ انډيز په وړاندې كېدونكې لوبه كې د کرکټ نړيوالې شورا د لوبډلې د غړي په توګه ولوبېږي.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د دې پخلى وشو، چې راشد خان به د بريتانيا په تاريخي لوبغالي لارډز کې له ويسټ انډيز سره كېدونكې ۲۰ اوريزه لوبه كې د كركټ نړيوالې شورا له ۱۱ لوبغاړو څخه وي.
ټاکل شوې دا لوبه د راتلونكې مې مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې راشد خان د توپ اچونې په برخه كې د ۲۰ اوريزو لوبو په درجه بندۍ كې لومړى او په يو ورځنيو لوبو کې بيا دوهم ځاى لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


