يو فلسطيني ساينس پوه په ماليزيا کې ووژل شو

د کوالالمپور پوليس وايي، يو ۳۵ کلن فلسطيني ساينس پوه په دغه ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. په نوموړي هغه مهال بريد شوی چې مسجد ته د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره روان و.