د کوالالمپور پوليس وايي، يو ۳۵ کلن فلسطينى ساينس پوه په دغه ښار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
پر هغه داسې مهال بريد شوی، چې مسجد ته د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره روان و.
فادي البطش، چې يو ساينس پوه او د حماس ډلې غړی و، پرون ناوخته د خلکو د استوګنې په سيمه کې ووژل شو.
د نوموړي پلار د اسراييلو استخباراتي اداره موساد تورنه کړې، چې د دغې وژنې تر شا لاس لري.
ده له ماليزيايي چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د پېښې پلټنه وکړي.
د ماليزيا مرستيال لومړي وزير ويلي، داسې فکر کېږي، چې بريد کوونکي اروپايي وګړي دي او له بهرنيو استخباراتو سره تړاو لري.
د راپورونو له مخې، دوه کسان البطش ته د اوسېدو د يوې ودانۍ شاته ۲۰ دقيقې منتظر وو، کله چې هغه له مسجده راوځي، نو سمدلاسه ډزې پرې كوي.
پوليس وايي، د ترهګرۍ په ګډون د پېښې ټول اړخونه څېړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

