د نړيوال جام لوبو ته د افغان لوبډلې د ټاکلو په هدف روزنيز کمپ پيلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډېر ژر به نړيوال جام ته د ملي لوبډلې د چمتو کولو په هدف يو روزنيز کمپ پيل کړي، چې په کې به د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ او د ۱۹ کلنو لوبډلې غوره لوبغاړو ته هم برخه ورکړل شي.