د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډېر ژر به نړيوال جام ته د ملي لوبډلې د چمتو کولو په هدف يو روزنيز کمپ پيل کړي، چې په کې به د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ او د ۱۹ کلنو لوبډلې غوره لوبغاړو ته هم برخه ورکړل شي.
د کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، هر هغه څوک چې په دغه کمپ او تمريني لوبو کې ښه وځلېدل، د بنګله دېش په وړاندې سياليو لپاره او وروسته د نړيوال جام لپاره په ملي لوبډله کې شاملېږي.
بلخوا د كركټ بورډ د ډسپلين كمېټې غړي الله داد نوري وويل، د کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي ۳۰۰ زره افغانۍ جريمه شو، ځكه چې د کرکټ بورډ له اجازې پرته يې په پاکستان کې د يوې ځايي لوبډلې په ګټه لوبه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام د غوراوي لوبو په لومړي پړاو کې افغان لوبډلې خپلې درې لوبې پرله پسې وبايللې، چې د هېوادوالو سختې نيوکې يې راوپارولې.
د کرکټ مينه والو د کرکټ بورډ پر چارواکو نيوکې کولې، چې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي يې د اړيکو او خپلوۍ پر بنسټ ټاکلي او ځينې وړ لوبغاړي يې په ملي لوبډله كې له ګډونه پاتې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

