ads

نن په ای پي ال کې پنجاب او بنګلور لوبډلې لوبه کوي

نن د کرکټ د هند په غوره ليګ کې کېنګز الېون پنجاب او رويال چلنجرز بنګلور لوبډلې د لوبې ډګر ته وزي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 وری 1397
نن په ای پي ال کې پنجاب او بنګلور لوبډلې لوبه کوي

نن د کرکټ د هند په غوره ليګ کې کېنګز الېون پنجاب او رويال چلنجرز بنګلور لوبډلې د لوبې ډګر ته وزي.

دغه لوبه چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په بنګلور ښار کې ترسره کېږي.

پرون هم په دغه ليګ کې د سنرايزر حيدراباد او ممبيي انډينز لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه چې سنرايزر حيدراباد لوبډلې د يوې وېکټې په توپير وګټله.

په دغه لوبه کې افغان لوبغاړی راشدخان ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په خپلو څلورو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او يو مهم لوبغاړی يې وسوځاوه.

دغه راز راشدخان په دغه لوبه کې يو ريکارډ هم جوړ کړ، نوموړي په خپلو ۲۴ توپونو کې ۱۸ داسې توپونه واچول چې هېڅ منډه پرې ترسره نه شوه.

تر دې وړاندې هندي لوبغاړي اشوېن هم دغسې توپونه ترسره کړي او راشدخان ورسره ريکارډ برابر کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA