د افغانستان ورو توپ اچوونكي راشدخان د هند غوره ليګ په لوبو يا اى پي ال كې نړيوال ريكارډ ثبت كړ.
نوموړي پړون د خپلې لوبډلې سنرايزرز حيدراباد په گټه د ممبيي انډينز په وړاندې په څلورو اورونو کې ۱۸ توپونه داسې ترسره کړل چې هېڅ منډه پرې جوړه نه شوه. تر دې وړاندې هندي ورو توپ اچوونکي ريچندرن اشوېن هم دا ريکارډ جوړ کړی او راشد ورسره برابر کړ.
راشدخان له همدې کبله پرون د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو او دغه لوبه د راشد لوبډلې سنرايزرز حيدراباد وګټله.
راشد دغه راز اوس مهال په شل اوريزو او پنځوس اوريزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی هم دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

