د هند د كركټ غوره ليګ کې نن چنای سوپر کېنګز او کلکلته نايټ رايډرز لوبډلې د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه، چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په چنای ښار کې ترسره کېږي.
پرون د هند د كركټ غوره ليګ کې د سنرايزرز حيدراباد او راجستان رويالز لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې د نهو وېکټو په توپير وګټله.
په دې لوبه کې افغان لوبغاړی راشد خان ښه وځلېد، يو لوبغاړی يې وسوځاوه او دوه غوره کېچونه يې هم وکړل.
يادو سياليو ته سږ کال څلور افغان لوبغاړي؛ محمد نبي، راشد خان، مجيب ځدراڼ او ظاهر خان اخيستل شوي وو، چې يوازې ظاهر خان په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

