امريکا: سوريه كې د كېمياوي بريد په اړه حتماً غبرګون ښيو

د سوري حکومت له لوري په دغه هېواد کې د کېمياوي بريد په تړاو د واشنګټن او روسيې ترمنځ لفظي بريدونه زيات شوي، دغه كار نړيوال کړکېچ رامنځته کړى او تازه د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه شوې، چې يوه بېړنۍ غونډه وكړي.